یکشنبه, جولای 12, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بلوچستان د سیمو په وېش کې پراخ بدلونونه؛ نوې ولسوالۍ او...

د بلوچستان د سیمو په وېش کې پراخ بدلونونه؛ نوې ولسوالۍ او تحصیلونه جوړ شول

د بلوچستان حکومت د ولایت په اداري جوړښت کې پراخ بدلونونه اعلان کړي او د نوو اداري برخو، ولسوالیو، فرعي ولسوالیو، تحصیلونو او فرعي تحصیلونو د جوړولو ترڅنګ یې د ګڼو سیمو اداري پولې هم نوې ټاکلې دي.

د حکومتي خبرتیا له مخې، دا پرېکړې د بلوچستان د ځمکو د عوایدو د ۱۹۶۷ کال د قانون له مخې شوې دي. حکومت وایي، موخه یې د واک وېش، د چارو اسانتیا او خلکو ته د دولتي خدمتونو ښه رسول دي.

د دغو بدلونونو له مخې، د کوټې ولسوالۍ په دوو برخو، ختیځه کوټه او لوېدیځه کوټه وېشل شوې ده. ختیځه کوټه به د صدر، ښار او سریاب سیمې ولري، او اداري دفتر به یې د مرستیال کمېشنر په اوسني دفتر کې وي.

لوېدیځه کوټه به د کوچلک، بریوري او پنجپای سیمې رانغاړي، او د دې ولسوالۍ اداري دفتر به د اوبو لګولو د ادارې په ودانۍ کې جوړېږي.

همدارنګه، بریوري ته د فرعي ولسوالۍ او تحصیل، او پنجپای ته د فرعي ولسوالۍ درجه ورکړل شوې ده.

مستونګ ولسوالۍ له کلات اداري برخې جلا او د کوټې اداري برخې سره یوځای شوې ده.

کلات اداري برخه لغوه شوې او پر ځای یې خضدار او لسبېله په نوم دوه نوې اداري برخې جوړې شوې دي.

وډ له خضدار څخه جلا او د نوې ولسوالۍ په توګه اعلان شوې، چې وډ، نال او اورناچ سیمې پکې شاملې دي. همدارنګه، ګریشه فرعي ولسوالۍ او ارانجي فرعي تحصیل ګرځول شوي دي.

په پښین، رخشان، مکران، نصیراباد، ژوب، سېوي او لورالايي اداري برخو کې هم ګڼ اداري بدلونونه شوي، چې پکې د نویو تحصیلونو او فرعي ولسوالیو جوړول، د ځینو سیمو د اداري پولو بدلون او د ځینو ولسوالیو د اداري برخو بدلول شامل دي.

د اصلاحاتو له مخې، د سبي نوم په رسمي ډول سېوي ته بدل شوی او د ډېره بګټي د دوو اداري برخو نومونه هم اوښتي دي. له دې وروسته به پورنۍ ډېره بګټي شمالي ډېره بګټي او کښته ډېره بګټي جنوبي ډېره بګټي بلل کېږي.

د بلوچستان حکومت ویلي، د دغو بدلونونو د عملي کولو او د اداري پولو د وروستي تنظیم چارې به د عوایدو بورډ ترسره کړي.

د حکومت په وینا، د دې اداري بدلونونو موخه د چارو ښه سمبالښت، د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د پراختیايي پروژو چټکتیا او خلکو ته د عامه خدمتونو ښه رسول دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه