د پاکستان فدرالي حکومت د پټرولیمي توکو په بیو کې نوی زیاتوالی اعلان کړی دی. د انرژۍ وزارت د پټرولیم څانګې د خبرپاڼې له مخې، نوې بیې د جولای له ۱۱مې نېټې څخه نافذې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د یوه لیټر پټرولو بیه ۱۳ روپۍ او ۱۸ پیسې لوړه شوې ده. له دې زیاتوالي وروسته د پټرولو بیه له ۲۹۷ روپیو او ۵۳ پیسو څخه ۳۱۰ روپیو او ۷۱ پیسو ته رسېدلې ده.
همدارنګه، د یوه لیټر لوړسرعته ډیزلو بیه ۱۳ روپۍ او ۸۰ پیسې زیاته شوې ده. د دې بدلون له مخې، د ډیزلو نوې بیه له ۳۰۹ روپیو او ۵۰ پیسو څخه ۳۲۳ روپیو او ۳۰ پیسو ته لوړه شوې ده.
د انرژۍ وزارت ویلي، دا نوې بیې د جولای له ۱۱مې نېټې څخه عملي شوې دي.
د سون توکو د بیو له دې زیاتوالي سره، شنونکي اټکل کوي چې د لېږد رالېږد لګښتونه او د ورځني اړتیا وړ ځینو توکو بیې هم لوړېدای شي، خو د دې اغېزو کچه به په راتلونکو ورځو کې څرګنده شي.


