د بلوچستان حکومت اعلان کړی چې د زیارت په پېښه کې د وژل شویو پولیسو د کورنیو لپاره د هر وژل شوي کس د تاوان د ورکړې امرونه صادر شوي دي. د حکومت د معلوماتو له مخې، د هر وژل شوي پولیس د کورنۍ لپاره به یوولس میلیونه او سل زره پاکستانۍ روپۍ ورکړل شي.
د بلوچستان د اطلاعاتو او سیاسي چارو سلاکار شاهدرند په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، هڅه کېږي چې دا مالي مرسته د وژل شويو کورنیو ته په چټک ډول او د هغوی تر کورونو ورسول شي، څو له اوسنیو ستونزو سره د مقابلې لپاره ژر لاسنیوی وشي.
هغه زیاته کړې چې د ایالتي حکومت په لارښوونه د تاوان د ورکړې ټول اداري او مالي پړاوونه په بیړه بشپړ شوي دي.
د نوموړي په وینا، حکومت به یوازې په مالي مرسته بسنه ونه کړي، بلکې د وژل شویو پولیسو د کورنیو ملاتړ، د هغوی د هوساینې لپاره اړینې اسانتیاوې او د شهیدانو د ماشومانو د زده کړو لګښتونه هم پر غاړه واخلي.
شاهدرند ویلي، مالي تاوان د انساني ژوند بدیل نه شي کېدای، خو حکومت په دې سختو شرایطو کې د شهیدانو د کورنیو ترڅنګ ولاړ دی او د مرستې لړۍ به دوام ولري.


