یکشنبه, جولای 12, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍمصر او قطر د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د...

مصر او قطر د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه

د مصر او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ډیپلوماټیکو هڅو دوام د سیمې د کړکېچ د کمېدو لپاره مهم دی.

د راپورونو له مخې، د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر او لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې وروستي امنیتي او سیاسي وضعیت وڅېړه.

دواړو وزیرانو څرګنده کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو بیا پیل کولی شي د هر ډول احتمالي هوکړې د عملي کېدو، د تاوتریخوالي د کمېدو او د منځني ختیځ د ثبات لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.

په خبرو کې له ټولو ښکېلو لورو غوښتنه وشوه چې د اختلافونو د حل لپاره له زور او کړکېچ څخه ډډه وکړي او پر ځای یې ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او سوله‌ییزو لارو ته لومړیتوب ورکړي.

مصر او قطر همداراز د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د ګډو سیاسي او ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د خبرو له لارې د شخړو هوارول د اوږدمهاله سولې تر ټولو اغېزمنه لار ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه