د پاکستان هوايي ډګرونو ادارې (PAA) ویلي، د پاکستان سمندري ځواکونو او د سمندري امنیت ادارې د شاوخوا ۱۲ ساعته لټون او ژغورنې عملیاتو وروسته د «کې ټو اېروېز» د بوینګ ۷۳۷ کارګو الوتکې پاتې شوني موندلي دي.
د ادارې په وینا، د الوتکې پاتې شوني د اوماړه له سوېل څخه شاوخوا ۵۳ سمندري میله لرې، د عرب سمندر له ژورو اوبو څخه راایستل شوي دي.
تر دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر، د ملکي هوايي چلند ادارې، سمندري ځواکونو او هوايي ځواک ته سپارښتنه کړې وه چې په عرب سمندر کې د لټون او ژغورنې عملیات لا چټک او پراخ کړي.
دغه د بوینګ ۷۳۷-۴۰۰ ډوله کارګو الوتکه، چې د “کې ټو اېروېز” خصوصي هوايي شرکت پورې اړه لري، د سېشنبې په شپه له شارجه څخه کراچۍ ته د الوتنې پر مهال د عرب سمندر پر سر له راداره ورکه شوې وه.
چارواکي وایي، الوتکه هغه مهال له هوايي څارنې ووته چې د کراچۍ لوېدیځ ته نږدې ۳۰۰ کیلومتره واټن کې د عرب سمندر پر فضا الوتنه کوله او ورسره اړیکه پرې شوه.


