یکشنبه, جولای 12, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبنو کې د کوادکاپټر برید؛ یو کس وژل شوی او څلور نور...

بنو کې د کوادکاپټر برید؛ یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي

د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د بکاخېل په سیمه کې د یوه کوادکاپټر د برید له امله یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د بنو د پولیسو مشر محمد فرقان بلال ویلي، چاودېدونکی توکی د بکاخېل پولیسو حوزې اړوند له یوه کوادکاپټر څخه غورځول شوی، چې له امله یې یو کس پر ځای ژوند له لاسه ورکړ او څلور نور کسان، چې یو تنکی ځوان هم پکې شامل دی، ټپیان شول.

د پولیسو په وینا، ټپیان سمدستي د بنو ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

بلخوا د سیمې مرستیال ولسوال سجاد حسین او پخواني صوبایي وزیر ملک شاه محمد خان روغتون ته ورغلي، د ټپیانو پوښتنه یې کړې او له زیانمنو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د بنو د پولیسو مشر زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې د بې‌پیلوټه الوتکو پر ضد ځانګړي وسایل او نور امنیتي تدابیر د پولیسو په مرکزونو، پوستو او حساسو ځایونو کې ځای پر ځای شوي، چې له امله یې د امنیتي ځواکونو پر ضد د کوادکاپټرونو څو بریدونه شنډ شوي دي.

هغه ادعا کړې، وروسته له دې چې پر امنیتي ځواکونو بریدونه ناکام شول، بریدګر اوس پر ملکي وګړو بریدونه کوي، څو د خلکو ترمنځ وېره او ناامني خپره کړي.

په همدې حال کې، ځايي سرچینې وایي، د بکاخېل د سیدګي سیمې پر هغه پُل هم چاودنه شوې چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز له کړۍ سړک سره نښلول کېږي، او له امله یې د تګ راتګ بهیر اغېزمن شوی دی.

د یادونې ده، چې د تېرې یکشنبې په ورځ هم د سویلي وزیرستان په برکښته ولسوالۍ کې د یوه شکمن کوادکاپټر برید له امله درې نجونې وژل شوې وې او د یوې کورنۍ څلور نور غړي ټپیان شوي وو. د هغې پېښې د عاملینو او څرنګوالي په اړه لا هم رسمي او خپلواکه پایله نه ده خپره شوې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه