د خیبر پښتونخوا په نوشېره ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د ولسوالۍ د پولیسو د مشرې (ډيپياو) په توګه ټاکل شوې ده.
د راپورونو له مخې، سونیا شمروز، چې تر دې وړاندې یې د پولیسو په اداره کې د اېاېجي (اسټیبلشمنټ) دنده ترسره کوله، اوس د نوشېرې د ډيپياو په توګه خپله نوې دنده پیل کړې او رسمي مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی دی.
ویل کېږي، سونیا شمروز د برېتانیا له یوه تعلیمي بنسټ څخه د جرمپوهنې (کرېمینالوجۍ) په برخه کې نړیواله فیلوشیپ ترلاسه کړې ده. همدارنګه، هغې د اسیا د غوره ښځینه پولیسو افسرې جایزه هم ګټلې ده.
د هغې ټاکنه په نوشېره کې د پولیسو په رهبرۍ کې د ښځو د ونډې د پراخېدو یو مهم ګام بلل کېږي.


