د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د یوې ویډیویي وینا له لارې اعلان کړی چې د دغه غورځنګ نړیوال کنفرانس به د روانې جولای میاشتې پر ۱۴مه د بریتانیا په اکسفورډ ښار کې ترسره شي.
د هغه په وینا، دغه کنفرانس د پښتون ژغورنې غورځنګ د بریتانیا څانګې په کوربهتوب جوړېږي او موخه یې د پښتنو د اوسني وضعیت، د غورځنګ د زنداني او نادرکه غړو او د بشري حقونو اړوند موضوعاتو ارزونه ده.
منظور پښتین دغه غونډه یوه “اکاډمیکه ناسته” وبلله او ویې ویل چې په دې کې به د پښتنو د ستونزو په اړه بحثونه وشي او نړیوالو ته به د دوی دریځ وړاندې کړل شي.
په بریتانیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینو فعالانو ویلي چې په کنفرانس کې به د بشري حقونو د یو شمېر نړیوالو بنسټونو استازي او نورې پېژندل شوې څېرې هم ګډون وکړي، خو تر اوسه د دغو بنسټونو او ګډونوالو نومونه نه دي اعلان شوي.
منظور پښتین په خپله وینا کې ادعا کړې چې په وروستیو میاشتو کې د غورځنګ پر غړو فشارونه زیات شوي، یو شمېر غړي یې نیول شوي او په پښتني سیمو کې پوځي عملیات او بمبارۍ هم ډېرې شوې دي.
بل لور ته، په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه له محدودیتونو سره مخ دي، له همدې امله یې په وروستیو کلونو کې په بهرنیو هېوادونو کې د ملاتړ غونډې زیاتې شوې دي. خو د دغو غونډو په اړه ځینې شنونکي دا نظر لري چې ډېری یې سمبولیکه بڼه لري او د اوږدمهاله عملي پایلو په اړه یې بېلابېل نظرونه موجود دي.


