جاپان د عمر خوړلې نفوس او ټولنیز یوازیتوب له مخ پر زیاتېدونکي ستونزې سره مخ دی. د دغه هېواد د ملي پولیسو ادارې په خپل لومړي هر اړخیز راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال ۷۶ زره او ۹۴۱ هغه کسان په خپلو کورونو کې مړه موندل شوي، چې یوازې اوسېدل.
د راپور له مخې، دا شمېر د هغو څه باندې ۲۰۴ زره مړو نږدې درېیمه برخه جوړوي، چې پولیسو د بېلابېلو لاملونو له امله تېر کال تر خپلې څارنې لاندې اخیستي وو.
د شمېرو له مخې، له مړو شویو کسانو څخه ۵۸ زره او ۹۱۹ تنه د ۶۵ کلونو یا تر دې ډېر عمر لرونکي وو، چې د تېر کال په پرتله یې شمېر ۸۷۵ تنه زیات شوی دی.
راپور ښيي، چې د ۲۸ زره او ۳۹۸ کسانو مړي د مړینې په هماغه ورځ یا بله ورځ موندل شوي، د ۱۵ زره او ۸۶۵ کسانو مړي له دوو تر درېیو ورځو وروسته او د ۱۰ زره او ۴۵۶ کسانو مړي له څلورو تر اوو ورځو پورې موندل شوي دي.
همدارنګه د ۲۲ زره او ۲۲۲ کسانو مړي له اته یا ډېرو ورځو وروسته موندل شوي، چې د ټولو پېښو نږدې ۲۹ سلنه جوړوي.
جاپاني چارواکي دا ډول پېښې د «کودوکوشي» په نوم یادوي، چې مانا یې په یوازیتوب کې مړینه ده. دا اصطلاح هغو کسانو ته کارول کېږي چې یوازې ژوند کوي، مړه شي او د څو ورځو یا اوونیو لپاره یې د مړینې خبر هېچا ته ونه رسېږي.
شنونکي وایي، د زېږون د کچې پرلهپسې ټیټېدل، د عمر خوړلې نفوس زیاتوالی، د کورنیو کوچنی کېدل، د ودونو کمېدل او یوازې د ژوند کولو دود د دې ستونزې د پراخېدو مهم لاملونه دي.
د جاپان د رسمي شمېرو له مخې، د هېواد نږدې ۳۰ سلنه وګړي ۶۵ کلن یا تر دې ډېر عمر لري، چې دا په نړۍ کې د عمر خوړلې نفوس له لوړو کچو څخه ګڼل کېږي.
د دې ستونزې د کمولو لپاره جاپان په وروستیو کلونو کې د یوازې اوسېدونکو مشرانو منظم څار، د سیمهییزو ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا، د ټولنیز ګډون پروګرامونه، د رضاکارانو لیدنې او د برېښنايي څارنې ځینې لارې چارې پلي کړې دي.
سره له دې، کارپوهان باور لري چې ټولنیز یوازیتوب لا هم د جاپان لپاره یوه جدي ننګونه ده او د حل لپاره یې اوږدمهاله ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو ته اړتیا شته.


