شنبه, جون 27, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسلام‌اباد کې د انساني غړو د ناقانونه سوداګرۍ په تور پنځه کسان...

اسلام‌اباد کې د انساني غړو د ناقانونه سوداګرۍ په تور پنځه کسان نیول شوي

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې (FIA) چارواکو ویلي چې د اسلام‌اباد د F-7/1 سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال د انساني غړو او بیولوژیکي موادو د ناقانونه پروسس او سوداګرۍ په تړاو پنځه کسان نیولي دي.

د ایف‌ آی‌ اې د معلوماتو له مخې، دا عملیات د استخباراتي راپورونو له ترلاسه کېدو وروسته ترسره شول. چارواکي وایي، په راپورونو کې ویل شوي وو چې یو شمېر بهرني او پاکستاني وګړي د انساني بیولوژیکي موادو په ناقانونه پروسس او قاچاق کې ښکېل دي.

چارواکو ویلي، د چاپې پر مهال په یوه کور کې داسې وسایل او تجهیزات وموندل شول چې ګواکې د انسان د جفتي (Placenta) د پروسس او وچولو لپاره کارېدل. همدارنګه له ودانۍ څخه ځینې انساني بیولوژیکي مواد او نور توکي هم ترلاسه شوي، چې د عدلي او تخنیکي معایناتو لپاره لابراتوار ته لېږدول شوي دي.

د پلټونکو په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې پروسس شوی مواد د “She Placenta” په نوم ویتنام ته استول کېدل.

د عملیاتو په ترڅ کې درې چینایي وګړي او دوه پاکستاني وګړي ونیول شول. ایف‌ آی‌ اې ویلي چې د نیول شویو کسانو د معلوماتو پر بنسټ په اسلام‌اباد کې په یوه بل ځای هم پلټنې شوې، خو د نورو کسانو د نیولو په اړه یې رسمي تایید نه دی کړی.

ایف‌ آی‌ اې د نیول شویو کسانو پر ضد د انساني غړو او نسجونو د لېږد قانون (HOTA 2010) له مخې قضیه ثبت کړې او ویلي یې دي چې د شبکې د نورو احتمالي غړو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه