د ایران د خرمشهر بندر چارواکو اعلان کړی چې افغانستان او پاکستان ته یې د ګډ ترانسپورټي سیستم له لارې د اوبلن ګاز (LPG) صادرات پیل کړي دي.
د چارواکو په وینا، د صادراتو لومړنی پړاو په بریالیتوب سره بشپړ شوی او تمه ده چې دا به د خرمشهر بندر د ترانزیټي او لوژستیکي فعالیتونو اهمیت لا زیات کړي.
بلخوا، د پاکستان له لارې د ځینو سوداګریزو لارو له محدودېدو وروسته، افغانستان له ایران سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. ایران اوس مهال افغانستان ته اوبلن ګاز، نفتي او پتروشیمي محصولات، خوراکي توکي او د ودانیزو چارو اړوند مواد صادروي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان او ایران ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه شاوخوا څلور میلیارده ډالرو ته رسېږي، او دواړه هېوادونه د اقتصادي همکاریو د پراخولو لپاره هڅې روانې ساتي.


