د هند کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه په اوو وېکټو وګټله.
دغه سیالي د باران له امله ۲۵ اوورونو ته راکمه شوې وه او د هند په درمسلا ښار کې ترسره شوه. افغانستان تر ټولو ټاکلو اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په زیان ۱۹۴ منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري رحمانالله ګوربز غوره توپوهنه وکړه او د هند پر وړاندې یې خپله لومړۍ سلیزه بشپړه کړه. همداراز حشمتالله شهیدي ۲۷ او عظمتالله عمرزي ۲۶ منډې جوړې کړې.
هند ټاکل شوی هدف د درېیو لوبغاړو په زیان پوره کړ. شبمن ګېل د ۸۴ ناسوځېدلو منډو په کولو د خپلې لوبډلې د بریا مهم رول ولوباوه، په داسې حال کې چې ایشان کېشن ۳۴ او کې اېل راهول ۳۹ منډې وکړې.


