لکي مروت کې د جمعې لمانځه پر مهال ځانمرګی برید؛ یو تن وژل شوی او اووه نور ټپیان دي
د خېبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په خېروخېل سیمه کې د جمعې لمانځه پر مهال د یوه جومات مخې ته ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې یو تن وژل شوی او اووه نور کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، برید هغه مهال ترسره شو چې خلک د جمعې لمانځه لپاره جومات ته راټولېدل. امنیتي چارواکي وایي، لومړنۍ پلټنې ښيي چې بریدګر غوښتل جومات ته دننه شي، خو بریالی نه شو. وروسته یې د جومات په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه.
د چاودنې له کبله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیسو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمه کلابنده کړې او د برید په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.
لکي مروت د خېبر پښتونخوا له هغو سیمو څخه ده چې په وروستیو کلونو کې پکې د ناامنۍ او وسلهوالو بریدونو پېښې زیاتې شوې دي. په دغو بریدونو کې تر ډېره امنیتي ځواکونه او پولیس په نښه کېږي، خو وخت ناوخت ملکي وګړي هم زیان ویني.


