د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د سختو پوځي اقداماتو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې امریکا به د ایران د خارګ ټاپو او د نفتو د زیربناوو مهم مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشل» کې لیکلي چې ډېر ژر به امریکا د خارګ ټاپو او د نفتو نور مهم تاسیسات ونیسي او د تیلو او ګازو پر نړیوالو بازارونو به بشپړ واک ترلاسه کړي.
نوموړي همداراز خبرداری ورکړی چې امریکا به د شپې له خوا پر ایران سخت او پراخ بریدونه ترسره کړي. د هغه په وینا، د ایران سمندري، هوايي او راداري وړتیاوې، د هوايي دفاع له سیستمونو سره یوځای، تر ډېره له منځه وړل شوې دي.
ټرمپ ادعا کړې چې د ایران د دفاعي او تهاجمي ځواک لویه برخه له کاره لوېدلې او نور د پخوا په څېر د مقابلې توان نه لري.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو دوو ورځو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. امریکا په ایران کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه کړي، او ایران هم په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو متقابل بریدونه ترسره کړي دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو د سیمې او نړۍ په کچه د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې راپارولې دي.


