د امریکا یوې فدرالي محکمې د افغانستان پخوانی طالب قومندان حاجي نجیب الله، چې په «نجیب الله نعیم»، «ابو طیب»، «عتیق الله» او «نثار احمد محمد» هم پېژندل کېږي، د ترهګرۍ اړوند جرمونو له امله په ۴۲ کاله بند او پنځه کاله تر څار لاندې ازادۍ محکوم کړی دی.
۵۰ کلن حاجي نجیب الله د روان کال د اپرېل په ۲۵مه د یرغمل نیونې او د هغو ترهګریزو کړنو د ملاتړ په جرم اعتراف کړی و چې د خلکو د وژل کېدو لامل شوې وې.
د امریکايي چارواکو په وینا، نوموړي د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د میدان وردګو ولایت په ځینو سیمو کې د طالبانو د قومندان په توګه فعالیت کاوه او تر قوماندې لاندې جنګیالیو یې پر امریکايي او ناټو ځواکونو ګڼ بریدونه ترسره کړي وو.
د محکمې د اسنادو له مخې، د ۲۰۰۸ کال د جون په ۲۶مه د حاجي نجیب الله تر قوماندې لاندې وسله والو د میدان وردګو په سیمه کې پر یوه امریکايي پوځي کاروان برید وکړ. په دغه برید کې درې امریکايي سرتېري او یو افغان ژباړن ووژل شول او څو نور ټپیان شول. ویل کېږي چې نجیب الله وروسته د دې برید مسؤلیت هم منلی و.
پر نوموړي دا تور هم لګېدلی چې د ۲۰۰۸ کال د نومبر په ۱۰مه یې د نیویارک ټایمز یو امریکايي خبریال او دوه افغان ملګري یې په افغانستان کې وتښتول او شاوخوا اووه میاشتې یې د پاکستان په قبایلي سیمو کې یرغمل وساتل.
د محکمې د معلوماتو له مخې، یرغمل شوي کسان د وسله والو ساتونکو تر کلکې څارنې لاندې ساتل کېدل او د پیسو او طالب بندیانو د خوشې کېدو لپاره ترې د ژوندۍ نښې ویډیوګانې او پیغامونه اخیستل کېدل. خو یرغمل شوي کسان وروسته په تېښته بریالي شول او خپلو کورنیو ته ورستانه شول.
امریکايي چارواکو ویلي چې دغه سزا د هغو امریکايي سرتېرو، افغان قربانیانو او یرغمل شویو کسانو د حقونو د تأمین لپاره ورکړل شوې چې د نوموړي د فعالیتونو له امله زیانمن شوي وو.
حاجي نجیب الله په ۲۰۲۰ کال کې د اوکراین له خوا ونیول شو او وروسته امریکا ته وسپارل شو، چې هلته یې قضیه تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شوه.


