چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسعودي عربستان او سي‌پيک؛ د پاکستان د ډيجېټل اقتصاد لپاره پياوړې ملګرتيا

سعودي عربستان او سي‌پيک؛ د پاکستان د ډيجېټل اقتصاد لپاره پياوړې ملګرتيا

سعودي عربستان په کراچۍ کې د کرېپټو پيسو او بلاکچېن ټکنالوژۍ د ځانګړې سيمې د جوړولو پلان لري.

پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي چې سعودي عربستان په کراچۍ کې د کرېپټو پيسو او بلاکچېن ټکنالوژۍ د ځانګړې سيمې د جوړولو پلان لري او د نورو سترو پروژو د پلي کېدو امکانات هم ارزوي.

د «اې سي اېم اي» ادارې مشر وقاص انجم وايي، د سعودي عربستان په ملاتړ پروژې او د چين ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (سي‌پيک) پانګونې کولای شي يو بل بشپړې کړي. د هغه په وينا، مالي سرچينې، ټکنالوژيکي پرمختګ او د بنسټيزو زېربناوو پراختيا به د دواړو لورو د ګډ کار له لارې لا پياوړې شي.

د معلوماتو له مخې، سعودي عربستان په ډيجېټل بانکوالۍ، کرېپټو پيسو، بلاکچېن، د استوګنې په چارو، پوهنې او روغتيايي سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتيا لري. بلخوا سي‌پيک د ترانسپورټ، لوژستيک، صنعتي سيمو، سوداګريزو لارو، انرژۍ او مخابراتو د پراختيا پر پروژو تمرکز کوي.

کارپوهان باور لري چې د دغو پروژو همغږي به کراچۍ د سيمې په يوه مهم سوداګريز، لوژستيکي، مالي ټکنالوژۍ (فن‌ټېک) او معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز بدل کړي او د نړيوال ډيجېټل اقتصاد په ډګر کې به د پاکستان رول نور هم پياوړی کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه