د افغانستان د کډوالو د دایمي مېشتېدو او ځمکو د وېش کمېټې، چې مشري یې د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت کوي، په اوو ولایتونو کې ۸۹۸ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشلې دي.
د افغانستان د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت ویلي، په ننګرهار کې ۳۰۵، فراه کې ۱۰۶، هلمند کې ۱۲۷، غزني کې ۵۰، نیمروز کې ۱۰۰، پکتیکا کې ۱۰۰ او فاریاب کې ۱۱۰ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ورکړل شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د تېرې ورځې په ترڅ کې ۸۹۸ کورنیو ته د دایمي مېشتېدو لپاره نمرې ځانګړې شوې چې له دې سره د وېشل شویو ځمکو ټولیز شمېر ۴۰ زره او ۴۱۳ نمرو ته رسېدلی دی.
د افغانستان د کډوالو د دایمي مېشتېدو او ځمکو د وېش کمېټې ټینګار کړی چې د راستنېدونکو ملاتړ، د هغوی د دایمي استوګنې اسانتیا او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرولو لپاره به هڅې لا ګړندۍ او اغېزمنې روانې وي.


