د نورستان ولایت د وروستیو سختو سېلابونو له امله د رامنځته شوې مرګژوبلې او پراخو زیانونو په تړاو د نړۍ یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له افغانستان سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.
په کابل کې د سعودي عربستان، ترکیې او جاپان سفارتونو په بېلابېلو اعلامیو کې د سېلابونو له امله د قربانیانو پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې، د مړو شویو لپاره یې د مغفرت، د ټپیانو لپاره د ژر رغېدو دعا کړې او له غمځپلو کورنیو سره یې د خواخوږۍ او تسلیت مراتب شریک کړي دي. دغو سفارتونو ټینګار کړی چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او د زیانمنو کورنیو له درد سره ځان شریک بولي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ هم د نورستان د مرکز پارون او نورو اغېزمنو سیمو له اوسېدونکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. دغه استازولي وایي، هیله لري چې ورک شوي کسان ژر وموندل شي او د ژغورنې ډلې وکولای شي د پاتې کسانو د ژغورنې او مرستو رسولو چارې په بریالیتوب سره ترسره کړي.
بل لور ته د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جایسوال ویلي، هېواد یې د نورستان د سېلابځپلو د لاسنیوي لپاره د بشردوستانه مرستو یوه جوپه افغانستان ته لېږلې ده، څو له زیانمنو کورنیو سره مرسته وشي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، په ختیځو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله تر اوسه له څلوېښتو ډېر کسان مړه شوي، لسګونه نور ټپیان دي او لا هم یو شمېر کسان ورک دي. د هغه په وینا، سېلابونو د استوګنې کورونو، دولتي ودانیو او سوداګریزو مرکزونو ته هم درانه زیانونه اړولي دي، او د ژغورنې ډلې لا هم په اغېزمنو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات روان ساتلي دي.
دوجاریک زیاته کړه، ملګري ملتونه د خپلو بشري شریکانو په همغږۍ د زیانونو ارزونه کوي او هڅه کوي چې زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ژر تر ژره ورسوي.
د نورستان وروستیو سېلابونو ګڼې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړې دي، او د نړیوالې ټولنې له لوري د خواخوږۍ، بشري مرستو او ملاتړ څرګندونې په داسې حال کې دوام لري چې د اغېزمنو سیمو د خلکو بیړنۍ اړتیاوې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.


