ځايي سرچینې د افغانستان دایکندي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ څخه خبر ورکوي چې یوه ځوانه نجلۍ، وروسته له هغې چې له یوه هلک سره د واده په موخه د تېښتې هڅه یې ناکامه شوه، د خپل پلار له لوري وژل شوې ده.
د سرچینو په وینا، نجلۍ لومړی د سنګتخت او بندر ولسوالۍ په بازار کې وپېژندل شوه او وروسته خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه. هغې شپه په خپل کور کې تېره کړه، خو د بلې ورځې په سهار یې پلار د ښکار په ټوپک ډزې پرې وکړې چې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د راپورونو له مخې، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پلار ځان سیمهییزو چارواکو ته معرفي کړی او دا مهال په توقیف کې دی.
د ټولنیزو چارو شنونکي وايي، جبري ودونه او د نجونو او هلکانو د خوښې له پامه غورځول هغه مهم عوامل دي چې ځینې ځوانان د خپلې خوښې د واده لپاره تېښتې ته اړ باسي. د افغانستان اوسنی حاکم نظام له کوره تېښته جرم ګڼي او په ځینو مواردو کې د دې کار پر تور نیول شوي کسان سزا کوي.


