ځینې مینې د ژوند په کتاب کې

0
124

لیکنه: داودجبارخیل

ځینې مینې د ژوند په کتاب کې داسې لیکل کېږي، چې د قسمت په رنګینو پاڼو کې یې نوم ښکلی ښکاري، خو د وصال وروستۍ کرښه ورته نه لیکل کېږي. دا هغه اړیکې وي چې د روح تر ژورو ورسېږي، خو د ژوند تر منزل مخکې یې لارې بېلې شي.

انسان په خپل ژوند کې کله ناکله داسې یو څوک ویني، چې د ده د زړه ناویلې خبرې واوري، د سترګو تر شا پټ دردونه ولولي، او د چوپتیاوو هغه ژبه درک کړي چې نړۍ یې په اورېدو نه توانېږي.

ځینې خلک زموږ په ژوند کې د پاتې کېدو لپاره نه راځي؛ هغوی یوازې راځي چې زموږ د روح یوه ورکه برخه راویښه کړي. هغوی موږ ته دا را زده کړي چې مینه یوازې د یو ځای اوسېدو نوم نه دی، بلکې کله ناکله د یو چا په ژوره پېژندنه، درناوي او تلپاتې یاد کې هم ژوند کوي.

کېدای شي یو انسان زموږ د لاسونو ملګری نه شي، خو زموږ د خیالونو، دعاوو او خاطرو ملګری پاتې شي. هغه زموږ د ورځې یوه خوږه موسکا، د شپې یوه خاموشه دعا او د زړه یوه پټه کیسه شي.

خو ژوند تل د زړه له غوښتنو سره سمې فیصلې نه کوي. وخت خپل قوانین لري، قسمت خپلې لارې لري، او انسان ډېر ځله هغه ځای ته ځي چې د هغه د قدمونو انتخاب نه وي، بلکې د تقدیر حکم وي.

یوه ورځ لارې جلا کېږي؛ یو څوک د بل کور د درشل سیوری شي، او بل څوک د خپل ژوند په بله کیسه کې ورک شي. خو ځینې اړیکې د واټن په راتلو نه مري؛ بلکې د یادونو په نړۍ کې لا ژورې ریښې پیدا کوي.

عجیبه ده، ځینې انسانان چې زموږ له ژوند څخه لرې شي، په زړه کې لا ډېر نږدې شي. کلونه تېر شي، زمانه بدله شي، د ژوند ستړیاوې ډېرې شي، خو د زړه په یوه خاموشه کوټه کې د هغه چا څرک لا هم پاتې وي چې زموږ د روح یوه برخه یې پېژندلې وه.

دا مینه نه جرم وي، نه غوښتنه؛ یوازې یوه سپېڅلې دردناکه خوږه احساس وي. لکه د مني په سړو ماښامونو کې چې د پسرلي د ګلونو خوشبويي ناڅاپه د تېر وختونو یاد راوړي.

ځینې کسان زموږ د نصیب برخه نه وي، خو زموږ د ژوند د مانا یوه برخه وي. هغوی زموږ د کور ملګري نه شي، خو زموږ د زړه د تاریخ یوه روښانه پاڼه شي.

هغه څوک چې د قسمت په لیکو کې نه وي، کېدای شي د یادونو په پاچاهۍ کې تر ابده پاچا پاتې شي.

ځکه ځینې مینې د بشپړېدو لپاره نه وي پیدا شوې؛ ځینې مینې یوازې د دې لپاره راځي چې انسان ته وښيي: زړه څومره ژور دی، روح څومره پراخ دی، او ځینې اړیکې د ترلاسه کولو نه، بلکې د درناوي او یادولو لپاره وي.

شاید د مینې تر ټولو لوی راز همدا وي؛ هغه څه چې موږ یې له لاسه ورکړي وي، کله ناکله زموږ په دننه کې د تل لپاره ژوندی پاتې کېږي.