چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ایټالیا خونړۍ پېښه کې ککړ دوه شکمن پاکستانیان د ایټالیا پولیسو...

د ایټالیا خونړۍ پېښه کې ککړ دوه شکمن پاکستانیان د ایټالیا پولیسو لخوا نیول شوي

د راپورونو له مخې، قربانیان په یوه مېني وېن کې ژوندی سوځول شوي او د پېښې په تړاو دوه پاکستاني وګړي نیول شوي دي.

نړیوالو رسنیو د ایټالیا په سوېل کې د څلورو کډوالو کارګرو د وژل کېدو د پېښې په اړه تازه معلومات خپاره کړي دي. د راپورونو له مخې، قربانیان په یوه مېني وېن کې ژوندی سوځول شوي او د پېښې په تړاو دوه پاکستاني وګړي نیول شوي دي.

د امریکا اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د وژل شویو کسانو له ډلې درې تنه افغانان او یو پاکستانی و. په همدې پېښه کې یو بل افغان کارګر له اورلګېدلي موټر څخه ژوندی وتلی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

د ایټالیا څارنوالۍ ویلي چې نیول شوي کسان د قصدي وژنې په تور تر پلټنو لاندې دي. د امنیتي کمرې ثبت شوې ویډیوګانې ښيي چې شکمنو کسانو د مېني وېن دروازې له بهره تړلې او له هغې وروسته یې موټر ته اور اچولی دی.

د پېښې یوازینی ژوندي پاتې شوی کس وایي، د کرنیزو کارګرو او هغو کسانو ترمنځ چې کار ته یې بیول، د مزدورۍ او مالي حقونو پر سر شخړه رامنځته شوې وه. هغه ادعا کړې چې کارګرو ته به د هغوی بشپړ معاش نه ورکول کېده، خو چارواکو تر اوسه دا ادعا په رسمي ډول نه ده تایید کړې.

د فرانسې خبري اژانس او نورو اروپایي رسنیو د راپورونو له مخې، د کالابریا په کرنیزه سیمه کې له اوږدې مودې راهیسې د کډوالو ډلو ترمنځ د کار، استوګنې اسنادو او د اوسېدو ځایونو پر سر سیالۍ او شخړې روانې دي. راپورونه زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستاني کډوالو د موټرو د سوځولو لږ تر لږه ۱۴ پېښې هم ثبت شوې دي.

بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د قربانیانو د تابعیت په اړه په لومړنیو راپورونو کې توپیر موجود و او د ایټالیا له چارواکو سره په همغږۍ د وژل شویو کسانو د هویت او تابعیت د تثبیت چارې روانې دي.

که څه هم ایټالوي پولیسو تر اوسه د دې خونړۍ پېښې اصلي انګېزه نه ده اعلان کړې، خو لومړنۍ موندنې ښيي چې پېښه ښايي د کرنیزو کارګرو د استثمار، د معاشونو پر سر د شخړو او د کډوالو ترمنځ د سیالیو له فضا سره تړاو ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه