د هسپانیې د ۲۰۲۶ کال د ځانګړي قانونيکولو پروګرام له لارې شاوخوا ۲۴ زره هغه پاکستانیان چې په دغه هېواد کې یې په ناقانونه ډول کار او ژوند کاوه، اوس د قانوني استوګنې او کار کولو حق ترلاسه کولو پر لور روان شوي دي.
پاکستاني چارواکو د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو کمېټې ته ویلي، دا یو بېساری فرصت و او ښايي په راتلونکې کې بیا تکرار نه شي، ځکه اوس په اروپا کې د کډوالو پر ضد سخت سیاستونه مخ په زیاتېدو دي.
د هسپانیې د دې پروګرام له مخې هغه ناقانونه کډوال چې لږ تر لږه د شپږو میاشتو د کار ثبوت وړاندې کړي، کولای شي د یوه کال لپاره د استوګنې او کار رسمي جواز ترلاسه کړي. دغه جواز په دوو تر دریو اوونیو کې ورکول کېږي او که چیرې غوښتونکي مالیه ورکوي او له قانوني ستونزو لرې وي، نو دا جواز تر لسو کلونو پورې غځېدلی شي.
له دې مودې وروسته دایمي استوګنه او بیا د هسپانیې تابعیت ته هم لاره هواریږي.
په هسپانیه کې د پاکستان سفیر ظهیر احمد ویلي، هسپانوي چارواکو ورته څرګنده کړې چې لومړی به کاري جوازونه ورکوي او وروسته به د خلکو قانوني چلند او مالیاتي ریکارډ ارزوي.
هغه زیاته کړه: «که د چا جنايي مخینه موجوده وي، نو د هغه جواز به نور تمدید نه شي.»
د پاکستاني چارواکو په وینا، هسپانیې دغه پروګرام د اقتصادي اړتیاوو له امله پیل کړی، ځکه دغه هېواد غواړي هغه کارګر چې تر اوسه د مالیاتي نظام څخه بهر وو، رسمي اقتصاد ته داخل کړي.
د راپورونو له مخې، په هسپانیه کې نږدې پنځه لکه ناقانونه کډوال ژوند کوي چې ډېری یې د لاتینې امریکا او کارابین هېوادونو دي، خو پاکستانیان پکې شاوخوا ۲۴ زره تنه بلل شوي دي.
پاکستاني حکومت هم د خپلو وګړو د اسنادو په برابرولو کې ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړې. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په لاهور او ګجرات کې ځانګړي مرستندوی مرکزونه جوړ شول څو غوښتونکي وکولای شي اړین اسناد پر وخت برابر کړي.
په همدې موده کې شاوخوا اته زره پاسپورټونه نوي یا صادر شوي او نږدې لس زره لوړېلیکونه او واکلیکونه د مادرید او بارسلونا د پاکستاني قونسلګریو له لارې برابر شوي دي.
د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو کمېټې مشرې حنا رباني کهر ویلي، کمېټې په مارچ میاشت کې حکومت ته سپارښتنه کړې وه چې د پاکستانیانو لپاره دې د اسنادو ترلاسه کولو بهیر اسانه شي.
هغې ویلي: «حکومت زموږ پر سپارښتنه پرېکړه وکړه چې د پاکستانیانو لپاره دې اصول نرم شي، او همدا لامل شو چې زرګونه کسان له دې فرصته ګټه واخلي.»
حنا رباني کهر همدارنګه د هسپانیې د حکومت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد په اروپا کې د سختدریځو سیاستونو پر خلاف ځانګړی دریځ خپل کړی دی.
بلخوا، د پاکستان سفیر خبرداری ورکړی چې خلک باید دا لاره د اروپا ته د ناقانونه تګ د تلپاتې وسیلې په توګه ونه ګڼي.
هغه ویلي: «دا یو ځانګړی فرصت و، خو حکومت باید ډاډ ترلاسه کړي چې خلک بیا د داسې هیلو لپاره ناقانونه لارې ونه کاروي، ځکه دا ډول اسانتیا ښايي بیا رامنځته نه شي.»
چارواکي باور لري چې د دې پروګرام اوږدمهاله ګټه به پاکستان ته هم ورسېږي، ځکه قانوني شوي کارګران به باثباته دندې ومومي، مالیه به ورکوي او خپل هېواد ته به لا ډېرې پیسې لېږي.


