شنبه, جون 13, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې نن د سختو ورښتونو، سېلابونو او...

د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې نن د سختو ورښتونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل

د افغانستان د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، ناڅاپي سېلابونو او تېزو بادونو د راپېښېدو اټکل کړی دی.

کابل (پښتو جرنل) — د افغانستان د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، ناڅاپي سېلابونو او تېزو بادونو د راپېښېدو اټکل کړی دی.

د یاد وزارت له‌خوا پر اېکس خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سه‌شنبه په بدخشان، تخار، بغلان، پروان، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، غور، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو احتمال شته.

د هواپېژندنې ریاست ویلي، چې په یادو ولایتونو کې د ورښت اندازه ښايي له ۱۰ تر ۲۰ ملي‌مترو پورې ورسېږي.

یادې ادارې همداراز د هېواد په مرکزي، شمالي، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو سیمو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو د راولاړېدو خبرداری هم ورکړی دی. د معلوماتو له مخې، د بادونو چټکتیا به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

دا خبرداری داسې مهال خپرېږي، چې په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې د هېواد ګڼې سیمې د سختو ورښتونو او سېلابونو شاهدې وې. دغو طبیعي پېښو سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او ګڼ مالي زیانونه یې هم رامنځته کړي دي.

د راپورونو له مخې، په وروستیو سېلابونو کې سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي، شاوخوا ۲۰ زره کورونه په بشپړ یا نسبي ډول ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

بل‌خوا یو شمېر هېوادوال وروستي ورښتونه د اوبو د زېرمو، کرنې او راتلونکي اباد کال لپاره ګټور بولي او هیله څرګندوي، چې سږنی کال به د وچکالۍ له ګواښ پرته تېر شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه