شنبه, مې 30, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلغمان کې د راستنېدونکو کډوالو د موټر چپه کېدو پېښه؛ ۱۸ کسان...

لغمان کې د راستنېدونکو کډوالو د موټر چپه کېدو پېښه؛ ۱۸ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان

د افغانستان ختیځ لغمان ولایت کې نن سهار د یوې خونړۍ ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، د مړو شویو کسانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.

د افغانستان ختیځ لغمان ولایت کې نن سهار د یوې خونړۍ ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، د مړو شویو کسانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.

د لغمان لپاره د افغانستان واکمن حکومت د والي ویاند عبدالمالک نیازي ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو یوه لارۍ د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو په سیمه کې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره واوښته.

نوموړي په خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې په پېښه کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي دي. د هغه په وینا، ډېره مرګژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.

د پېښې د علت په اړه لا بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي، خو سیمه‌ییزو چارواکو د ژوبلو کسانو د درملنې او د قربانیانو د لېږد لپاره بېړني اقدامات پیل کړي دي.

افغانستان کې د خرابو سړکونو، د ټرافیکي اصولو د نه مراعات او د موټرو د تخنیکي ستونزو له امله هر کال ګڼې مرګونې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه