شنبه, مې 30, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍرویټرز: ایران او امریکا د اوربند غځولو او اټومي مذاکراتو په اړه...

رویټرز: ایران او امریکا د اوربند غځولو او اټومي مذاکراتو په اړه خبرې کوي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ایران او امریکا د اوربند د غځولو په اړه خبرې روانې کړې دي، څو د تهران د اټومي پروګرام او نورو مهمو موضوعاتو په تړاو رسمي مذاکرات پیل شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ایران او امریکا د اوربند د غځولو په اړه خبرې روانې کړې دي، څو د تهران د اټومي پروګرام او نورو مهمو موضوعاتو په تړاو رسمي مذاکرات پیل شي.

راپور وایي، واشنګټن ټینګار کوي چې ایران باید د اټومي وسلې د جوړولو وړتیا ترلاسه نه کړي.

د سرچینې په وینا، که څه هم د جون میاشتې پر مهال د اسراییل او امریکا په بریدونو کې د ایران د یورانیمو د غني کولو ډېری تاسیسات ویجاړ یا سخت زیانمن شوي، خو لا هم اټکل کېږي چې د لوړې کچې غني شویو یورانیمو یوه لویه برخه پاتې وي.

رویټرز زیاتوي، دواړه لوري هڅه کوي چې د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي او د احتمالي سیاسي تفاهم لپاره لاره هواره کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه