شنبه, مې 30, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان: د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرو اترو کې د چین د...

افغانستان: د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرو اترو کې د چین د منځګړیتوب هرکلی

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف چین ته په رسمي سفر تللی او د راپورونو له مخې د افغانستان موضوع هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو یوه مهمه برخه ده.

د افغانستان د واکمن حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چین له‌خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب هڅو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې کابل هیله لري له پاکستان سره د خبرو اترو مثبتې پایلې ترلاسه شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف چین ته په رسمي سفر تللی او د راپورونو له مخې د افغانستان موضوع هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو یوه مهمه برخه ده.

افغانستان تل هڅه کړې چې له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي، امنیتي همکارۍ او اقتصادي ثبات پر بنسټ اړیکې ولري. کابل ټینګار کوي چې سیمه‌ییزې ستونزې باید د خبرو اترو او ګډو همکاریو له لارې حل شي.

په سیمه‌ییزو ډیپلوماټیکو هڅو کې د چین رول مهم بلل کېږي، ځکه چین غواړي سیمه له شخړو پاکه او د اقتصادي همکاریو لپاره باثباته وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه