د افغانستان د واکمن حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چین لهخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب هڅو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې کابل هیله لري له پاکستان سره د خبرو اترو مثبتې پایلې ترلاسه شي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف چین ته په رسمي سفر تللی او د راپورونو له مخې د افغانستان موضوع هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو یوه مهمه برخه ده.
افغانستان تل هڅه کړې چې له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي، امنیتي همکارۍ او اقتصادي ثبات پر بنسټ اړیکې ولري. کابل ټینګار کوي چې سیمهییزې ستونزې باید د خبرو اترو او ګډو همکاریو له لارې حل شي.
په سیمهییزو ډیپلوماټیکو هڅو کې د چین رول مهم بلل کېږي، ځکه چین غواړي سیمه له شخړو پاکه او د اقتصادي همکاریو لپاره باثباته وي.


