شنبه, مې 30, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني: پاکستان باید افغانستان د علامه اقبال له نظره وګوري، د...

اشرف غني: پاکستان باید افغانستان د علامه اقبال له نظره وګوري، د دې هېواد عزت او ارزښت درک کړي

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني له شاوخوا شپږو میاشتو چوپتیا وروسته د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې یو ځل بیا څرګندونې کړې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني له شاوخوا شپږو میاشتو چوپتیا وروسته د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې یو ځل بیا څرګندونې کړې دي.

اشرف غني ویلي، تر دې دمه له خبرو کولو محروم ساتل شوی و او نږدې شپږ میاشتې مخکې یې غږ خاموش کړی شوی و، خو نوموړي دا نه دي روښانه کړي چې اوس څنګه بېرته د خبرو کولو فرصت ورته برابر شوی دی.

هغه په خپل پیغام کې ویلي چې د افغانستان وضعیت ډېر جدي او هېواد د زوال له حالت سره مخ دی. نوموړي د ملي اجماع او ګډ تفاهم پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د ستونزو د حل یوازینۍ لار ملي توافق دی.

اشرف غني د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو ته په اشارې ویلي، پاکستان باید افغانستان د علامه اقبال له نظره وګوري، د دې هېواد عزت او ارزښت درک کړي او پوه شي چې د اسیا ثبات د افغانستان له ثبات پرته ناشونی دی.

بلخوا ځینو رسنیو راپور ورکړی چې اشرف غني متحده عربي امارات پرېښي او له همدې امله اوس یو ځل بیا په سیاسي موضوعاتو خبرې کوي.

د راپورونو له مخې، نوموړی دا مهال په متحده عربي اماراتو کې نه دی. افغان آمو ټلوېزیون د سرچینو له قوله ادعا کړې چې اشرف غني لبنان ته تللی، خو د هغه ورور حشمت غني احمدزي ویلي، د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي د اشرف غني د اوسني ځای په اړه معلومات ورکړي.

اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، کابل ته د طالبانو له ننوتو وړاندې، ارګ پرېښود او له افغانستانه ووت. نوموړی له هغه وروسته په متحده عربي اماراتو کې اوسېده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه