دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزی: د سیمې اوسنی بحران د کلونو غلطو پالیسیو نتیجه...

محمود خان اڅکزی: د سیمې اوسنی بحران د کلونو غلطو پالیسیو نتیجه ده

هغه د یوې غونډې پر مهال څرګنده کړه چې د افغانستان د جګړې پر مهال په پاکستان کې د بېلابېلو هېوادونو وګړي روزل کېدل او همدغو تګلارو په سیمه کې د وسله‌والو او ترهګرو ډلو د راټوکېدو زمینه برابره کړه.

د پاکستان د مخالفو ګوندونو مخکښ سیاستوال محمود خان اڅکزی ویلي، هېڅوک بې له کوم دلیل څخه وسله نه اخلي او په هېواد کې د روانو چاودنو او بریدونو اصلي مسؤلان هغه کسان دي چې په تېرو کلونو کې یې وضعیت خراب کړی دی.

هغه د یوې غونډې پر مهال څرګنده کړه چې د افغانستان د جګړې پر مهال په پاکستان کې د بېلابېلو هېوادونو وګړي روزل کېدل او همدغو تګلارو په سیمه کې د وسله‌والو او ترهګرو ډلو د راټوکېدو زمینه برابره کړه.

اڅکزي وویل، سره له دې چې د کلونو جګړو او ناامنۍ له امله زرګونه کسان قرباني شول، خو تر اوسه هېڅ جدي او شفافه څېړنه ونه شوه او نه هم د دغو پېښو د اصلي لاملونو په اړه له چا پوښتنه وشوه.

نوموړي ټینګار وکړ چې د سیمې د دوامدارې سولې لپاره باید د تېرو سیاستونو حساب وشي او د تاوتریخوالي د ریښو د له منځه وړلو لپاره رښتینې هڅې ترسره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه