د خېبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په غرنۍ سیمه شاهي تنګي کې د یوې کواډکاپټر ډرون د برید له امله دوه ښوونځي زده کوونکي ماشومان وژل شوي دي.
ځايي اوسېدونکو او چارواکو ویلي، پېښه د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال رامنځته شوې ده. د راپورونو له مخې، ماشومان له ښوونځي خپلو کورونو ته روان وو چې ډرون پرې ولګېد او سخت ټپیان شول.
ویل کېږي، وژل شوي ماشومان ۱۰ او ۱۲ کلن وو. ځايي خلکو هغوی سمدستي د باجوړ مرکزي روغتون ته ورسول، خو ډاکټرانو د رسېدو پر مهال د دواړو د مړینې پخلی وکړ.
تر اوسه څرګنده نه ده چې ډرون له کوم ځایه پورته شوی و او د برید تر شا څوک دي. بلخوا، پولیسو ویلي چې د پېښې د څرنګوالي، مسؤلینو او انګېزې معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
د دې پېښې له امله په سیمه کې د خلکو او سیاسي کړیو ترمنځ سخت غبرګونونه راپارېدلي دي. د تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي ډاکټر حمید الرحمن او د باجوړ امن جرګې مشر صاحبزاده هارون رشید دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.
دواړو مشرانو په خپلو جلا بیانونو کې د برید د بشپړو پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د بې ګناه زده کوونکو وژنه د اندېښنې وړ ده.


