یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایمل ولي خان وايي؛ پلار او نیکه یې پاکستان سره د وفادارۍ...

ایمل ولي خان وايي؛ پلار او نیکه یې پاکستان سره د وفادارۍ ژمنه کړې ده

ایمل ولي خان وايي؛ پلار او نیکه یې پاکستان سره د وفادارۍ ژمنه کړې ده

د پاکستان د عوامي ملي ګوند مشر، ایمل ولي خان دغه څرګندونې په یوه مرکه کې کړې دي.

هغه ویلي که څه هم خان عبدالغفار خان باچا خان د هند د وېش مخالف و، خو د هغه په خبره اوس پاکستان یو حقیقت دی او «زه هم دا حقیقت منم او نور خلک یې هم مني.»

هغه زیاته کړې چې یو وخت د باچا خان پاسپورټ بند شوی و، نو افغانستان هغه ته د پاسپورټ وړاندیز کړی و او هند هم ورته د بې پاسپورټه سفر اجازه ورکولو خبره کړې وه، خو باچاخان په ځواب کې ویلي وو: «نه، که ځم نو د پاکستان په پاسپورټ به ځم.»

هغه همداراز ویلي چې د ده پلار او کورنۍ پاکستان ته وفاداري کړې ده او ټینګار یې کړی: «زه نن سناتور یم او پلار مې د پارلمان غړی پاتې شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ایمل ولي خان د پښتون ژغورنې غورځنګ، تحریک انصاف او د پاکستاني طالبانو تحریک یو شان ګڼلي وو، او وايي هېڅ فرق یې نشته دی.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه