د پاکستان د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ د جمعې په ورځ په ټول هېواد کې د ګرانۍ، د تېلو د بیو د لوړېدو، د عمران خان روغتون ته نه لېږدولو او د سیاسي بندیانو د دوامدار بند پر ضد د احتجاجونو اعلان کړی دی.
په پاکستان کې احتجاجونه
د غورځنګ مشر محمود خان اڅکزی په اېکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه احتجاجونه به د عمران خان د سمدستي روغتون ته د انتقال او د سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه هم کوي.
دغه پرېکړه د اپوزېسیون د اتحاد د مشرانو په غونډه کې شوې، چې ګډونوالو پکې د خرابېدونکي اقتصادي وضعیت، ناامنۍ او سیاسي فشارونو پر ضد د هېواد په کچه د مظاهرو کولو هوکړه کړې ده.
د عمران خان ناروغۍ
د تحريک انصاف بندي بنسټګر عمران خان د وکیل او د سترې محکمې د مرستندوی وکیل سلمان صفدر له لوري سترې محکمې ته په وړاندې شوي راپور کې ویل شوي، چې هغه د سترګو په جدي ناروغۍ اخته شوی دی.
دا ناروغي هغه مهال رامنځته کېږي، کله چې د سترګې د شبکیې اصلي وینه وړونکې رګ بند شي، او اکثره د وینې لوړ فشار، شکر، لوړ کولېسټرول او د زړه ناروغیو سره تړاو لري.
د تحریک انصاف ګوند
بل لور ته د تحريک انصاف مخکښ اسد قیصر د پارلمان مخې ته رسنیو ته ویلي، چې د پارلماني ګوند او د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ په غونډو کې مهمې پرېکړې شوې دي.
هغه وویل، پارلماني ګوند د اپوزېسیون د اتحاد څلور مادهییزه اجنډا تایید کړې او د عملي کولو ډاډ یې ورکړی دی.
اسد قیصر زیاته کړه، اپوزېسیون پرېکړه کړې چې راتلونکی وفاقي بجټ به نه پرېږدي چې تصویب شي، ځکه د ده په وینا پارلمان بېاغېزې شوی او د اپوزېسیون غږونه چوپ کړل شوي دي.
هغه د سیاسي بندیانو، په ځانګړي ډول د وکیلې ایمان مزاري سره د چلند نیوکه وکړه او ویې ویل چې ورسره بېانصافي کېږي.
د اپوزیسیون وړانديز
نوموړي وویل، اپوزېسیون غوښتنه کوي چې د عمران خان پر ضد مقدمې دې د انصاف پر بنسټ فیصله شي او عمران خان او بشرا بي بي دې ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي.
هغه زیاته کړه: «موږ انصاف غواړو، د نواز شریف په شان کومه معامله نه غواړو.»
د اسد قیصر وینا
اسد قیصر دا هم وویل، هېواد له ترهګرۍ سره مخ دی او د حکومت بهرنۍ تګلاره یې ناکامه وبلله. نوموړي ادعا وکړه چې په خېبر پښتونخوا کې صنعتونه تړل کېږي او د تېلو د بیو وروستۍ لوړېدل دې بېرته واخیستل شي. هغه همداراز د اوړو، ګاز او سي اېن جي پر محدودیتونو د پای غوښتنه وکړه.


