راپور: داود جبارخیل
د احمدشاه خان اڅکزی په نوم یو ځایي قومي مشر تېره شپه د ډنډ ولسوالۍ اړوند د کلمتر په سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو کسانو له لوري وژل شوی دی.
د سیمې سرچینې وایي، پېښه د شپې ناوخته رامنځته شوې او بریدکوونکي له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي. د راپورونو له مخې، احمدشاه خان اڅکزی په سیمه کې یو پېژندل شوی قومي شخصیت و او د خلکو ترمنځ یې نفوذ درلود.
تر اوسه د دې برید انګېزه نه ده روښانه شوې او هېڅ ډلې د پېښې مسؤولیت نه دی منلی. ځايي اوسېدونکي وایي چې د نوموړي وژل کېدو خلک اندېښمن کړي او له مسؤلو ادارو غواړي چې د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کې د کندهار په ځینو سیمو کې د هدفي وژنو او امنیتي پېښو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.


