یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کوټې په کچلاک بای پاس کې د ټرک او موټر ټکر؛...

د کوټې په کچلاک بای پاس کې د ټرک او موټر ټکر؛ دوه ښځې مړې او ۱۵ تنه ټپیان

د بلوچستان د مرکز کوټې اړوند د کچلاک بای پاس په سیمه کې د یوه تېزرفتاره ټرک او مسافر وړونکي موټر ترمنځ په ټکر کې دوه ښځې مړې او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان د مرکز کوټې اړوند د کچلاک بای پاس په سیمه کې د یوه تېزرفتاره ټرک او مسافر وړونکي موټر ترمنځ په ټکر کې دوه ښځې مړې او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

ده پېښې په اړه د پوليسو وینا

د پولیسو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو ګړندی روان ټرک د چلوونکي له کنټروله ووت، له موټر سره یې ټکر وکړ او وروسته واوښت. په پېښه کې بي بي سادو او امینه بي بي په ځای مړې شوې دي.

پولیس وایي، په ټپیانو کې مکۍ، فاروق خان، روزي محمد، صاحبه، زرمنه، صبره بي بي، پنځه کلن سلیم، بچه خان، پنځه کلن داد خان، دوه کلن عثمان، درې کلنه شمینه، اته کلن نیک بخت او څوارلس کلن نصرالله شامل دي.

د پېښې له خبر وروسته د کچلاک پولیسو مشر حاجي عبدالحي ګراني له پولیسو او ژغورنې ډلو سره سیمې ته ورسېد او مړي او ټپیان یې مفتي محمود روغتون ته ولېږدول.

د ټپیانو وضعیت

راپورونه وایي، دوه سخت ټپي شوې ښځې وروسته د کوټې ټراما سنټر ته انتقال شوې، خو هغه کسان چې لږ ټپیان وو، د لومړنۍ طبي مرستې وروسته رخصت کړل شول.

پولیسو ویلي چې د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته د مړو جسدونه خپلو وارثانو ته وسپارل شول.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه