د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او یوګنډا کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د عامې روغتیا نړیوال بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان انديښنه
ډبلیو اېچ او ویلي، جدي اندېښنه شته چې دا وبا به د کانګو له هغو ګاونډیو هېوادونو سره هم خپره شي چې ورسره ځمکنۍ پولې لري.
د راپورونو له مخې، د کانګو په ختیځ ایتوري ولایت کې تر دې مهاله د ایبولا شاوخوا ۲۴۶ شکمنې پېښې او ۸۰ مړینې ثبت شوې دي. همداراز، په یوګنډا کې هم د دغې ناروغۍ دوه مثبتې پېښې راپور شوې دي. خو ډبلیو اېچ او ویلي، اوسنی وضعیت لا داسې نه دی چې ایبولا یوه نړیواله وبا وبلل شي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، دا ځل د ایبولا خپره شوې بڼه د «بُنډي بوګیو» ویروس له امله رامنځته شوې او تر اوسه یې نه کومه تایید شوې درملنه شته او نه هم واکسین.
د ایبولا ناروغۍ نښې
د ایبولا ناروغۍ لومړنۍ نښې نښانې تبه، د عضلو درد، ستړیا، سر درد او د ستوني خوږ بلل شوي دي. وروسته بیا ناروغ کې کانګې، نس ناستی، د پوستکي دانې او د بدن له بېلابېلو برخو د وینې بهېدنه هم رامنځته کېدای شي.


