په افغانستان کې د ګوزڼ نارغۍ
د «پولیو پاک افغانستان بنسټ» اعلان کړی چې نن به د هېواد په شلو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسیناسیون نوی کمپاین پیل شي، چې موخه یې د ماشومانو د تلپاتې معیوبیت مخنیوی او د پولیو ناروغۍ بشپړ له منځه وړل دي.
د یاد بنسټ په وینا، دا کمپاین به په بادغیس، کندز، هلمند، کندهار، اروزګان، دایکندي، زابل، غزني، پکتیکا، بامیان، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ ولایتونو کې ترسره شي، او په جنوب ختیځو ولایتونو کې به د یوې ورځې ځنډ وروسته پیل شي.
د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ناروغي یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره د پنځو کلونو کم عمره ماشومان اغېزمنوي او د تل لپاره د فلج سبب کېدای شي. روغتیايي کارپوهان ټینګار کوي چې د دې ناروغۍ یوازینۍ اغېزمنه لار د واکسین تطبیق دی.
هغه کورنۍ چې ماشومان یې د پولیو له امله اغېزمن شوي، له نورو والدینو غواړي چې خپل ماشومان هرومرو واکسین کړي او د ناسمو تبلیغاتو پر ځای د ډاکټرانو او روغتیايي بنسټونو سپارښتنې تعقیب کړي.
افغانستان او پاکستان دا مهال د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی. سره له دې چې سږ کال تر اوسه په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د ګوزڼ ضد واکسين
روغتیايي چارواکي وايي، که ټول ماشومان په پرلهپسې ډول واکسین شي، نو افغانستان هم کولای شي د پولیو ناروغۍ له ګواښ څخه په بشپړ ډول خلاص شي.


