یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې د کانونو پر سکتور د اوزبېکستان او چین پانګوالو لېوالتیا

افغانستان کې د کانونو پر سکتور د اوزبېکستان او چین پانګوالو لېوالتیا

افغانستان کې د کانونو پر سکتور د اوزبېکستان او چین پانګوالو لېوالتیا

د افغانستان زېرمې

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین، حسام‌الدین صابري، د اوزبېکستان او چین له یو شمېر پانګوالو او سوداګرو سره کتلي او په هېواد کې یې د کانونو پر سکتور د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

په افغانستان کې پانګونه

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې د مناسب پانګیز چاپېریال او سراسري امنیت د رامنځته کېدو هرکلی کړی او د فلزي او غیرفلزي کانونو په برخه کې یې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د طبيعي زيرمو استخراج

خبرپاڼه زیاتوي، چې پانګوالو د افغانستان د طبیعي زېرمو ارزښت ته په اشارې ویلي، چمتو دي د کانونو د استخراج، پروسس او اړوندو پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.

 

بل لور ته د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د نافذه قوانینو او طرزالعملونو له مخې به ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې او همکارۍ برابرې شي، څو په شفافه او قانوني توګه خپلې پانګونې ترسره کړي.

د پوهانو باور

د اقتصادي چارو شنونکي باور لري، چې که په افغانستان کې د کانونو سکتور ته معیاري او دوامداره پانګونه وشي، نو دا به د هېواد اقتصادي ودې، د کارموندنې زیاتوالي او د ملي عوایدو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

افغانستان چین اوزبکستان زېرمې استخراج

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه