د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په خپل بیان کې ویلي، د خیبر پښتونخوا په مومندو ولسوالۍ کې د اختر پر مهال د جوړېدونکي «باچا خان امن مېلې» تنظيموونکو او د پښتون سټوډنټس فېډرېشن ملګرو ته ګواښونه ورکړل شوي چې که د لوی اختر په موقع دغه امن مېله جوړه شي، نو ښايي د ترهګرو له لوري په نښه کړل شي.
پوښتنې راپورته شوې دي چې ولې په داسې حالت کې چې ځوانان د بابای امن عبدالغفار خان په نوم يو سولهييز، فکري او کلتوري پروګرام جوړوي، هغوی ته د امن فضا نه برابريږي. د ولسوالۍ چارواکي د ترهګرو پر ضد د اقدام کولو پر ځای خپله زده کوونکي او ځوانان وېرولی شي او د امن غږونه چوپول غواړي.
باچا خان امن مېله څه ده؟
د اعلاميې له مخې، «باچا خان امن مېله» کومه وسلهواله غونډه نه ده، بلکې د امن، شعور، کلتور، نغمو او د ځوانانو د مثبتو فعاليتونو يوه نښه ده. که نن په مومندو کې امن مېله د ترهګرۍ د وېرې له امله بندېږي، نو سبا به کتاب، قلم، مشاعرې، موسيقۍ او هر هغه غږ هم تر فشار لاندې راشي چې د امن او شعور استازولي کوي.
د چارواکو مسؤلیت
ایمل ولي خان ټينګار وکړ چې که رياست د يوه سولهييز پروګرام لپاره هم د خلکو امنيت نه شي خوندي کولی، نو بيا اړوند چارواکي د خپلو څوکيو د ساتلو اخلاقي جواز نه لري.
د پښتانه ځوانانو پیغام
ایمل ولي خان وویل چې پښتانه ځوانان به د ترهګرۍ، وېرې او جبر پر وړاندې سر ټيټ نه کړي. په هغه خاوره کې چې عبدالغفار خان غوندې د امن مبارزين زېږېدلي، هلته به د امن سندرې، کلتور او د اظهار حق ژوندی پاتې کېږي.


