د بریتانیا شهزاده هېري او د هغه مېرمن مېګن مارکل د نتفلیکس له لارې د افغانستان د جګړې په اړه د یوه نوي فلم په جوړولو بوخت دي.
د راپورونو له مخې، دا فلم د «هیڅ لاره نشته: د محاصرې لاندې سړیو ریښتینې کیسه» په نوم د یوه کتاب پر بنسټ جوړېږي او د بریتانوي ځواکونو د هغې ډلې کیسه بیانوي چې د افغانستان په هېلمند ولایت، په ځانګړي ډول د موسیقلعې په سیمه کې، له سختو جګړو سره مخ شوې وه.
کیسه د بریتانوي پوځ د «ایزي کمپنۍ» پر واحد راڅرخي؛ هغه ځواک چې د پیراشوټ رژیم او شاهي آیرلنډي ځواکونو له سرتېرو جوړ شوی و او د موسیقلعې د مرکز د ساتنې ماموریت ورته سپارل شوی و. راپورونه وایي، دغه ځواک وروسته د طالبانو له سختې محاصرې سره مخ شو او شمېر یې هم د مقابل لوري په پرتله کم و.
د هالیووډ مشهور لیکوال مټ چارمن، چې د «بریج اف سپایز» فلم لپاره پېژندل کېږي، د دې فلم سناریو لیکي. ویل کېږي چې شهزاده هېري، مېګن مارکل او د ارچوېل پروډکشنز ټیم به د فلم د تولید چارې پر مخ وړي.
دا پروژه د نتفلیکس او د هېري او مېګن د تولیدي شرکت ترمنځ د څو کلن تړون برخه ده.
شهزاده هېري خپله هم د افغانستان د جګړې تجربه لري. هغه د بریتانوي پوځ د لس کلن خدمت پر مهال دوه ځله افغانستان ته استول شوی و. نوموړي لومړی ځل په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې په هېلمند کې دنده ترسره کړې وه، خو وروسته د رسنیو له خوا د هغه د حضور له افشا کېدو وروسته بېرته بریتانیا ته ولېږدول شو.
هېري په ۲۰۱۲ کال کې بیا افغانستان ته ستون شو او هلته یې دویمه پوځي دوره ترسره کړه.
هغه مخکې په یوه مستند پروګرام کې ویلي وو چې افغانستان کې یې د جګړې اصلي درد هغه مهال درک کړ، کله چې یې په الوتکه کې د ټپي او وژل شویو سرتېرو وضعیت ولید.
د نوموړي په وینا: «ما ځوان بریتانوي سرتېري ولیدل چې بدنونه یې ټوټې ټوټې شوي وو. هماغه وخت مې د جګړې اصلي بیه درک کړه؛ نه یوازې د سرتېرو، بلکې د هغوی د کورنیو لپاره هم.»
فلم هېلمند نتفلیکس افغانستان


