یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشهباز شريف: پاکستان د کورني او نړیوال امن، عدالت او سوکالۍ لپاره...

شهباز شريف: پاکستان د کورني او نړیوال امن، عدالت او سوکالۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف د «سوله‌ییز ګډ ژوند نړیوالې ورځې» په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، چې حکومت یې د یو سوله‌ییز، زغم لرونکي او متحدې ټولنې جوړولو ته ژمن دی.

شهباز شریف ویلي، پاکستان د بېلابېلو ژبو، کلتورونو، مذهبونو او دودونو ګډ کور دی او همدا تنوع د هېواد د ټولنیز ځواک نښه بلل کېږي. هغه د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح څرګندونې هم یادې کړې او ویې ویل، چې پاکستان د کورني او نړیوال امن، عدالت او سوکالۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه، حکومت د بشري حقونو د خوندیتوب، د ښځو او ماشومانو د ملاتړ، د اقلیتونو د حقونو او د افراطیت د مخنیوي لپاره بېلابېل قانوني او عملي ګامونه پورته کړي دي.

هغه وویل، حکومت د ټولنیزې همغږۍ او زغم د پیاوړتیا لپاره د بشري حقونو د پوهاوي پروګرامونه او ملي پالیسۍ هم پلي کوي.

شهباز شریف په خپل پیغام کې له ځوانانو، دیني عالمانو او مدني ټولنو غوښتي، چې د زغم، خواخوږۍ او ملي یووالي ارزښتونو ته وده ورکړي، څو یو سوله‌ییز او سوکاله راتلونکی رامنځته شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه