د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په مېنه سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر کمپ د وسلهوالو په خونړي برید کې لږ تر لږه ۹ امنیتي سرتېري وژل شوي او لس تنه بریدګر هم له منځه وړل شوي دي.
د پاکستاني امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، برید د پنجشنبې شپې ناوخته هغه مهال پیل شو چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د امنیتي کمپ له دروازې سره وجنګاوه. د زورورې چاودنې وروسته ګڼ شمېر وسلهوال کمپ ته ننوتل او پر امنیتي ځواکونو یې درنه ډزې پیل کړې.
چارواکي وایي، برید په منظم او پلان شوي ډول ترسره شوی و. تر لومړۍ چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ څو ساعته سخته نښته روانه وه، چې په پایله کې ۹ امنیتي اهلکار وژل شوي او لږ تر لږه ۳۵ نور ټپیان شوي دي. ټپیان د سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی، له همدې امله د مرګژوبلې د زیاتېدو وېره هم شته.
د باجوړ یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي هم د برید او مرګژوبلې پخلی کړی دی. د پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي او امنیتي تدابیر یې نور هم سخت کړي دي.
بلخوا، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دغه برید مسئولیت منلی دی. یاده ډله له اوږدې مودې راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې فعاله ده.


