یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کابل ښار د ده‌کیپک غونډۍ په سیمه کې د دوو ښځو...

د کابل ښار د ده‌کیپک غونډۍ په سیمه کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي

راپور: داود جبارخیل

د کابل ښار د ۱۸مې ناحیې اړوند د ده‌کیپک غونډۍ په سیمه کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي، چې د سیمې اوسېدونکو او عیني شاهدانو ترمنځ یې اندېښنې راپارولي دي.

عیني شاهدانو ویلي، دواړه ښځې په مرموز ډول وژل شوې او وروسته یې جسدونه د غونډۍ یوې څنډې ته غورځول شوي دي. د ظاهري بڼې له مخې د یوې ښځې عمر شاوخوا ۱۹ کاله او د بلې نږدې ۳۵ کاله اټکل شوی دی.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د پېښې ځای ته خلک د سهار له خوا ورټول شوي وو او د ښځو پر بدنونو د تاوتریخوالي نښې هم لیدل کېدې، خو تر اوسه په رسمي ډول د وژنې د څرنګوالي او انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې دمه د وژل شویو ښځو هویت نه دی څرګند شوی او نه هم معلومه ده چې هغوی د کومې سیمې اوسېدونکې وې. د پېښې د عاملینو په اړه هم معلومات نشته.

د طالبانو امنیتي چارواکو لا تر اوسه په دې تړاو رسمي دریځ نه دی خپور کړی، او نه یې د کومې پلټنې یا نیونې خبر ورکړی دی.

په وروستیو میاشتو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مرموزو وژنو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د خلکو د اندېښنو سبب شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه