یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسیه: د کازان غونډه؛ افغانستان د سیمه‌ییز اقتصادي نښلونې مرکز کېدو وړاندیز...

روسیه: د کازان غونډه؛ افغانستان د سیمه‌ییز اقتصادي نښلونې مرکز کېدو وړاندیز وکړ

د افغانستان او روسيې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګريز کمېسيون لومړۍ غونډه د روسيې د تاتارستان جمهوريت په کازان ښار کې ترسره شوه، چې پکې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د اقتصادي، سوداګريزو او ټرانزيټي همکاریو د پراختيا په اړه تفصيلي خبرې وکړې.

د غونډې مشري د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزير مولوي ندا محمد نديم وکړه، او د روسيې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال الېکسي ګروزديو هم پکې ګډون درلود.

دا غونډه د «روسيه او اسلامي نړۍ» اوولسم نړيوال فورم په څنډه کې جوړه شوې وه، چې پکې د افغانستان د بېلابېلو وزارتونو استازو، د دولتي شرکتونو مسئولينو او د دواړو هېوادونو سفيرانو برخه اخيستې وه.

په غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، ماليې، روغتيا، کرنې، انرژۍ، کانونو، ټرانسپورټ او سيمه‌ييزو اړيکو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر فرصتونو خبرې وشوې.

د غونډې اساسي موخه د افغانستان او روسيې ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پراخول، د ټرانزيټي اسانتياوو ښه کول او د پانګونې لپاره د نويو فرصتونو رامنځته کول و.

افغان پلاوي په دې ناسته کې د افغانستان جغرافيايي ارزښت ته په اشارې وويل، چې افغانستان کولای شي د منځنۍ او جنوبي اسيا ترمنځ د اقتصادي نښلونې د مهم مرکز په توګه راڅرګند شي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزير شيخ ندا محمد نديم وويل، افغانستان د يو خپلواک او آزاد هېواد په توګه له نړيوالې ټولنې سره د متوازنو او مثبتو اړيکو غوښتونکی دی.

د نوموړي په وينا، د افغانستان اوسني حکومت خپله بهرنۍ تګلاره د اسلامي ارزښتونو او متقابل درناوي پر بنسټ پر مخ وړي، او د روسيې له لوري د افغانستان د اوسني حکومت رسميت پېژندنه هم د همدې مثبتې تګلارې پايله ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه