یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاڅکزی: پاکستان دا مهال له خپل تاریخ تر ټولو سخت او خطرناک...

اڅکزی: پاکستان دا مهال له خپل تاریخ تر ټولو سخت او خطرناک بحران سره مخ دی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پاکستان دا مهال له خپل تاریخ تر ټولو سخت او خطرناک بحران سره مخ دی. دا اوسنی ناورین او ګډوډي د کوم بهرني ځواک کار نه، بلکې زموږ د خپلو کړنو پایله ده. هغه ادارې چې ځان د هېواد اصلي مالک ګڼي، له سیاسي ګوندونو سره یې جوړجاړي او معاملې کړې دي.

نوموړي ويلي، هغه سیاسي ګوندونه چې ځانونه د ولس استازي بولي، د خپلو شعارونو او نظریاتو خلاف یې سوداګري کړې ده. پارلمان په بشپړه توګه په داسې بازار بدل شوی چې هلته ضمیرونه د پیسو او زور په بدل کې پلورل کېږي.

ښاغلي اڅکزي زیاتوي، کله چې په سیاست کې د سرمایې او پیسو واک زیات شي، نو استادان، سیاسي فعالان او غریب خلک شاته پاتې کېږي. په همدې پارلماني بازار کې اوس قاچاقبران، د نشه يي توکو کاروباریان او جرمي کسان معامله کوي.

دغه راز نوموړي ويلي، دا ټولې لوبې د وردي اغوستو قوتونو تر سرپرستۍ او رهبرۍ لاندې ترسره شوې دي، چې دا یوه ترخه حقیقت دی. خو هغه سیاسي ګوندونه چې له دغو قوتونو سره یې مرسته کړې، تر هغوی هم لوی مجرمان دي.

محمود خان اڅکزی په خپلو خبرو کې ویلي، که د وړو صوبو سیاسي ګوندونو رایه نه وای ورکړې، نو هېڅ متنازع ترمیم نه شو پاس کېدای. د هېواد د ژغورلو لپاره لا هم وخت شته چې ټول لوري پر خپلو تېروتنو اعتراف وکړي او اصلاحات راولي. د حل یوازینۍ لار دا ده چې لکه د اتلسم تعدیل په څېر، ټولې سیاسي ډلې د ګډ تفاهم او اتفاق له لارې پرېکړې وکړي.

دا څرګندونې د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رئیس او د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي د پخواني سناتور مشتاق احمد خان د تحریک تحفظ آئین پاکستان سره د یوځای کېدو په مناسبت له نورو مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې کړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه