د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ډیپلوماټ آصف دراني ويلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د پاکستان د منځګړیتوب د رول ښکاره ستاینه، سره له دې چې په واشنګټن کې ځینو کړیو پرې نیوکې کړې، دا څرګندوي چې اسلاماباد په یوې ډېرې حساسې او بېثباته سیمې کې خپل ډیپلوماټیک اهمیت زیات کړی دی.
نوموړي ويلي، پاکستان دا مهال په سیمه کې له یوه حساس او ستراتیژیک موقف څخه برخمن دی. له یوې خوا یې له امریکا سره اړیکې مهمې دي، او له بلې خوا هڅه کوي چې له ګاونډي ایران سره هم متوازن او باثباته اړیکې وساتي. دا توازن ساتل اسانه نه دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د ایران، اسراییل او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې او په سیمه کې د سیالیو نوې فضا رامنځته شوې ده.
ښاغلي اصف ويلي، شنونکي باور لري چې که په خلیج او منځني ختیځ کې بېثباتي اوږده شي، نو دا وضعیت به د غیر دولتي وسلهوالو ډلو او نیابتي شبکو د پیاوړتیا لامل شي. په داسې حالاتو کې افغانستان یو ځل بیا د سیمهییزو سیالیو او استخباراتي رقابتونو ډګر ګرځېدلی شي.
دغه راز نوموړي وايي، بل لور ته اندېښنې دا هم دي چې هند ښايي د پاکستان پر ضد د امنیتي فشارونو د زیاتولو لپاره د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو ملاتړ ته مخه کړي، څو اسلاماباد په کورنیو او سرحدي ستونزو کې ښکېل وساتي.
نوموړي د کارپوهان له قوله ويلي، د پاکستان لپاره تر ټولو مهمه اړتیا دا ده چې د سیمې د کړکېچونو د کمولو لپاره فعاله ډیپلوماسي خپله کړي، له ټولو اړخونو سره د خبرو اترو لړۍ روانه وساتي، اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د سیمې د یو بل نوي نیابتي جنګ مخه ونیسي.
دوی زیاتوي، که سیمه یو ځل بیا د جګړو او نیابتي رقابتونو پر لور ولاړه شي، نو نه یوازې پاکستان بلکې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه به هم له جدي امنیتي او اقتصادي ګواښونو سره مخ شي.


