یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخلیلزاد: پاکستان ایراني الوتکو ته د پټېدو اجازه ورکړې، د پاکستان دوه...

خلیلزاد: پاکستان ایراني الوتکو ته د پټېدو اجازه ورکړې، د پاکستان دوه ګوني سیاست زوړ دی

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، داسې راپورونه موجود دي چې پاکستاني پوځیانو د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د اسانتیا ترڅنګ، ایراني پوځي الوتکو ته هم اجازه ورکړې وه څو د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره په پاکستان کې پټې شي.

خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې ویلي، د پاکستان دوه‌ګونی سیاست کومه نوې موضوع نه ده او دغه هېواد په تېرو څلوېښتو کلونو کې له امریکا سره هممهاله همکاري او مخالفت ته دوام ورکړی دی.

هغه زیاته کړې چې پاکستان د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره وخت ناوخت داسې تګلارې خپلې کړې چې له امله یې په سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو کې د دغه هېواد پر رول نیوکې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان اټومي پروګرام، د سپټمبر له یوولسمې وروسته د افغانستان جګړه او د اسامه بن لادن پټنځای هغه بېلګې دي چې د اسلام‌اباد پر دوه‌ګوني سیاست د شکونو لامل ګرځېدلي دي.

خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو او سیمه‌ییزو امنیتي تحولاتو په اړه بحثونه یو ځل بیا تود شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه