یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوو ورځو مهم سفر لپاره چین...

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوو ورځو مهم سفر لپاره چین ته روان شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن چهارشنبه د دوه ورځني رسمي سفر لپاره بیجینګ ته رسېږي؛ هغه سفر چې د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو لپاره ډېر مهم بلل کېږي. ټاکل شوې ده چې ټرمپ د چین له ولسمشر شي جين پينګ سره وګوري او د سیمې پر حالاتو، سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا او نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

ټرمپ له سپینې ماڼۍ د روانېدو وړاندې خبریالانو ته ویلي، امریکا او چین د نړۍ دوه ستر قدرتونه دي. د هغه په وینا، امریکا د نړۍ تر ټولو ځواکمن پوځي هېواد دی او چین دوهم مقام لري.

د امریکا ولسمشر هیله ښودلې چې د خپل دغه سفر پر مهال به له چین سره داسې هوکړې ته ورسېږي چې له مخې یې چین د امریکا نور محصولات واخلي. نوموړي ویلي، له شي جین پینګ سره په لیدنه کې به تر ټولو زیات تمرکز پر سوداګرۍ وي.

د ټرمپ ادارې دا هیله هم څرګنده کړې چې له چین سره د «سوداګرۍ بورډ» د جوړېدو بهیر پیل شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات حل او د سوداګریزې جګړې مخه ونیول شي.

بل لور ته، ټرمپ اشاره کړې چې په دغه سفر کې به د ایران موضوع د خبرو اصلي برخه نه وي. هغه ویلي، د ایران په اړه وضعیت د امریکا تر کنټرول لاندې دی او په دې سفر کې به پر نورو مهمو مسئلو تمرکز وشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه