دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهټانک کې د نجونو یو منځنۍ کچه دولتي ښوونځي چاودنې له امله...

ټانک کې د نجونو یو منځنۍ کچه دولتي ښوونځي چاودنې له امله په بشپړ ډول ویجاړ شوی

د ټانک ولسوالۍ د جنډولې په کم دبک سیمه کې د نجونو یو منځنۍ کچه دولتي ښوونځي د چاودنې له امله په بشپړ ډول ویجاړ شوی، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي او د زده‌کړو پلویان سخت اندېښمن شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د «طائب خان کورونه» په نوم د نجونو دغه دولتي ښوونځي د ناڅرګندو کسانو له خوا د چاودېدونکو موادو په وسیله الوزول شوی دی. د چاودنې له امله د ښونځي ودانۍ په بشپړ ډول نړېدلې او تعلیمي خونې یې له منځه تللې دي.

سرچینې وایي، له برید وروسته د ښوونځي دننه پراته تعلیمي توکي، له سیمې څخه وړل شوي دي، چې له امله یې د زده‌کوونکو د تعلیم بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

ځايي اوسېدونکي وایي، د نجونو پر تعلیمي ادارو دا ډول بریدونه د سیمې د راتلونکي نسل لپاره ستر ګواښ دی او حکومت باید د تعلیم ادارو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د راپورونو له مخې، دا په تېرو څو کلونو کې د ټانک ولسوالۍ د تعلیمي ادارو پر ضد ۱۴م برید ګڼل کېږي. پرله‌پسې ناامنۍ او د ښوونځیو ویجاړول د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي او د سیمې اوسېدونکي د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا غوښتنه کوي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤولیت نه دی منلی، خو امنیتي ادارو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه