دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان له ازبکستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه...

افغانستان له ازبکستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان او اوزبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.

د افغانستان اوسني حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دغه تړونونه د مې په ۹مه نېټه په کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د جوړ شوي سوداګریز کنفرانس پر مهال لاسلیک شوي دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ملا نورالدین عزیزي او د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د پلاوي مشر امان‌بای اورین‌بایوف ګډون کړی و.

د یادو تړونونو له مخې به افغانستان ازبکستان ته مڼې، انار، کچالو او زېره صادروي، او په بدل کې به له ازبکستان څخه اوړه، غوړي او نور خوراکي توکي افغانستان ته واردېږي. همداراز د اوړو د تولید فابریکو د جوړولو هوکړې هم شوې دي.

چارواکي وایي، دغه تړونونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، د صادراتو او وارداتو کچه به لوړه کړي او د سیمې اقتصادي همکارۍ به لا پیاوړې کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه