دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه راولپنډۍ کې پولیسو د سراج محسود مړی کورنۍ ته سپارلي، مېرمنې...

په راولپنډۍ کې پولیسو د سراج محسود مړی کورنۍ ته سپارلي، مېرمنې خوشې شوې

د پنجاب ایالت د راولپنډۍ ولسوالۍ د دهمیال پولیس تاڼې له لوري نیول شوی د سراج محسود جسد او د هغه د کورنۍ مېرمنې بېرته خوشې کړل شول.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه پرېکړه د سویلي وزیرستان څخه د خیبر پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ غړي اصف محسود په مشرۍ د لس کسیزې جرګې او د دهمیال تاڼې د پولیسو ترمنځ له خبرو اترو وروسته شوې ده.

په یاد پلاوي کې د ملي جمهوري غورځنګ مخکښ غړی انور سلیمان‌خېل، د سویلي وزیرستان څخه د قومي اسمبلۍ غړی زبیر وزیر، د خیبر پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ پخوانی غړی اجمل وزیر، د پښتون ژغورنې غورځنګ استازي او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو مشران هم شامل وو.

سرچینې وایي، جرګې له پولیسو سره تر اوږدو مذاکراتو وروسته د سراج محسود د جسد او د هغه د کورنۍ د مېرمنې د خوشې کېدو غوښتنه وکړه، چې په پایله کې پولیسو دواړه بېرته کورنۍ ته وسپارل.

تر اوسه د نیونې او د پېښې د اصلي لاملونو په اړه د پولیسو له لوري رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو د سیمې ولس د جرګې دا هڅه د ستونزې د هواري لپاره مهم ګام بولي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه